اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ په درې ??ښې دوه برخې اكثريت سره د 26 م آئيني بدلون منظوري وركړه٬ د كوم له مخې به چې د سپريم كورټ د چيف جسټس د تقررۍ موده درې كاله وي٬ 12 كسيزه پارليماني كمېټي به تر ټولو د زيات سينئر ججانو پېنل څخه د نوې چيف جسټس نامه وزيراعظم ته وړاندې كوي٬ د سپريم كورټ د ججانو تقررۍ لپاره به د چيف جسټس په مشرۍ ??ښې جوډيشل كمېشن آف پاكستان تشكيل كولے شي په كوم ??ښې به چې د چيف جسټس په شمول څلو?? زيات سينئر ججان او د قامي اسمبلۍ او سېنېټ دوه دوه غړي شامل وي٬ هېواد څخه به د سودي كاروبار د جنورۍ تر اولنۍ نېټې كال 2028 خاتمه وكړې شي۔ د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ ??ښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ تحريك وړاندے كړو چې په دستور 26م بدلون بل 2024 دې سېنېټ څخه په منظور كړے شوي صورت ??ښې غور وكړے شي۔ سپیکر سردار ایاز صادق ایوان څخه د تحريك منظوري واغسته ٬ د تحريك په حق ??ښې 225 او مخالفت ??ښې 12 رايې رامخې ته شوې۔ دې څخه وروستو اعظم نذير تارړ بل ايوان ته وړاندے كړو۔ سپیکر د غړو د ووټ د لارې د بل شق وار منظوري واغسته۔ ایوان په درې ??ښې د دوه برخې اكثريت سره د ډويژن په بنياد د آئيني بدلون بل 2024 منظوري وركړه۔ د بل د منظورۍ تحريك په حق ??ښې 225 او مخالفت ??ښې 12 رايې وكارولې شوې۔ 26 م آئيني بدلون بل په 27 بدلونونو مشتمل دے۔ په حكومتي اتحادي ګوندونو ??ښې شامل ګوندونو سره سره په اپوزيشن ??ښې شامل ګوند جمعیت علمائے اسلام (ف) هم په آئيني بدلون ??ښې د حكومت ملګرتيا وكړه۔ د آئینی ترمیم بل 2024 ??ښې د آئين په آرټیکل 175 اے ??ښې بدلون وكړے شو چې له مخې يۍ د سپريم كورټ د ججانو تقررۍ له به د چيف جسټس آف پاكستان په مشرۍ ??ښې جوډيشل كمېشن آف پاكستان تشكيل كولې شي۔ دا جوډيشل كمېشن آف پاكستان به د آئيني بېنچ تقرر هم كوي۔ د آئینی بدلون له مخې د چيف جسټس د تقررۍ موده به 3 كالو لپاره وي۔ چیف جسټس لپاره د عمر حد به 65 كاله وي۔ چیف جسټس تعینات كولو لپاره به په 3 زيات سینئر ججانو ??ښې درې ??ښې دوه برخې اكثريت سره پارليماني كمېټي يوه نامه وزيراعظم ته لېږي كومه به چې د چيف جسټس تقررۍ له نامه صدر مملكت ته استوي۔ دا پارليماني كمېټي به په 12 غړو مشتمل وي۔ په دې كښی به 8 غړي قامي اسمبلۍ او 4 سېنېټ څخه اخستلې شي۔ د دې كمېټۍ غونډه به ان كېمره وي۔ ددې په كارروايۍ به آرټیکل 68 نه لاګو كيږي۔ د آئین آرټيكل 191 څخه وروستو نوے آرټيكل 191 شامل كړے شوے دے چې له مخې يۍ په سپريم كورټ كښی به آئيني بېنچ تشكيل كولے شي كوم به چې د سپريم كورټ په ججانو مشتمل وي او په كوم ??ښې به چې د هرې صوبې مناسب نمائندګي وي۔ په آرټیکل 193 ??ښې ترميم شوے چې له مخې يۍ د هائي كورټ جج جوړېد له د عمر حد 45 څخه كمولو سره 40 كاله كړې شوې دې او د هائيكورټ وكيل په توګه 10 كاله تجربه لرل هم لازمي ګرځولې شوې ده۔ اسلامی نظریاتی کونسل ، وفاق?? شرعی عدالت او د سود ختمولو په شمول 5 بدلونونه هم د آئيني بدلون برخه جوړ كړې شوي دي۔ د آرټیکل 184 لاندې د ازخود نوټس اختيار به آئینی بنچز سره وي۔ د ۔آرټیکل 186 اے لاندې سپريم كورټ به د هائي كورټ كوم كېس كوم بل هائي كورټ ته منتقل كولے شي۔ د يو بل ترميم له مخې د وزيراعظم يا كابينې لخوا صدر مملكت ته د لېږلې شوي اېډوائز په اړه به كوم عدالت ٬ ټربيونل يا اتھارټي سوال پورته كولې نه شي۔ د سود بشپړه خاتمې له په د آرټیکل 38 په شق اېف ??ښې بدلون وكړے شو چې له مخې به يۍ د كال 2028 جنورۍ مياشتې تر اولنۍ نېټې تر كومه حده چې ممكن وي د سود خاتمه به كولې شي۔
Nguồn bài viết : Imperial Havana Club Nha Trang